پاکستان د امریکا او هند د مشرتابه ګډه اعلامیه حیرانوونکې بللې

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون پر ۲۲مه په سپینه ماڼۍ کې د هند له وزیراعظم نریندر مودي سره خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او هند لخوا په شریکه پر اسلام اباد هغه غږ حیرانوونکی بللی چې ویلي یې دي، د ترهګرۍ د بریدونو د مخنیوي لپاره دې په سمدستي توګه ګامونه پورته کړي.

دا غوښتنه د امریکايي ولسمشر جوبایډن او هندي وزیراعظم نریندر مودي په هغه شریک بیان کې شوې ده چې د جون پر ۲۳مه د امریکا سپینې ماڼۍ پر خپله ویب پاڼه خپور کړی دی.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي روانه اوونۍ په تاریخي رسمۍ سفر امریکا ته په څلور ورځني سفر ولاړ. له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د وزیراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند وزیراعظم نریندرا مودي د جون پر ۲۳مه په سپینه ماڼۍ کې سره ولیدل او له هغې وروسته په خپره شوې شریکه اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی چې له پاکستانه باید دا ډاډ ترلاسه کړل شي چې خاوره یې د افراطي بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

امریکې او هند له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي

په بیان کې راغلي چې دې مشرانو د پولې له هغې خوا د ترهګرۍ او ترهګرو لاسپوڅو کارول په سخته غندلي دي. بیان لیکي چې امریکا او هند د ترهګرۍ پر ضد یوه خوله دي، په ښکاره او هره بڼه کې د ترهګرۍ او له تشدده ډکې سخت دریځۍ غندنه کوي.

بیان زیاتوي چې ولسمشر جوبایډن او وزیراعظم نریندر مودي هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې د القاعده، داعش، لشکر طیبه، جېش محمد او حزب المجاهدین په ګډون دې د ټولو هغو ډلو پرضد کوټلي ګامونه پورته شي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په لېسټ کې اچول شوي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه بیان حیرانونکی بللی دی. وزارت د جون پر ۲۳مه په خپره کې اعلامیه کې وویل ''بیان غیر ضروري، یو اړخیز او ګمراه کوونکی دی.''

نریندرا مودي د جون له ۲۰مې نېټې د امریکا په سفر دی او د جون ۲۴مه نېټه یې د سفر وروستۍ ورځ ده.

د پاکستان د د فاع وزیر خواجه اصف هم پر ټویټر دې بیان ته په غبرګون کې لیکلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پرضد په جګړه بوخت دی او بې شمېره خلک یې وژل شوي دي.

د امریکا او هند لخوا ګډ بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو د نړیوال مالياتي صندوق (ايي اېم اېف) د پور پروګرام بحالۍ ته لېواله دی.

هند له کلونو راهېسې پر پاکستان تور پورې کوي چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د موظفو هندي عسکرو پر ضد د جنګېدو لپاره د وسله والو ډلو مرسته کوي خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او وايي چې یوازې د خپلواکۍ غوښتونکیو کشمیریانو سفارتي او اخلاقي مرسته کوي.