په تربت کې د ځانمرګي بريد ذمه واري بلوچ لبرېشن ارمي منلې

د پاکستان پوځي سرتېري په کوټه کې د ګزمې په حال کې دي: انځور له ارشیفه

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني پوځ پر يوې قافلې د پروني ځانمرګي بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې، بلوچ لبرېشن ارمي يا بې اېل اې منلې ده.

بلوچ لبرېشن ارمي د جون پر ۲۴مه رسنيو ته په استولي يو بيان کې ويلي، دوی ته اطلاع وه چې د پوځ په قافله کې د استخباراتي ادارې ای اېس ای لوړپوړي چارواکي هم ول.

په بيان کې زياته شوې چې د بې اېل اې د “مجيد بريګېډ” په نوم ډلې د تربت په چاکر چوک کې هغه قافله په نښه کړه او شديد ځاني او مالي تاوان يې ورواړاوه.

بي ايل اې ويلي، دا ځانمرګی بريد د دوی يوې ښځينه غړې سمعيې قلندراني بلوڅې کړی دی.

بیان لیکي چې نوموړې يوه خبرياله وه او له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې د دوی مطبوعاتي چارې سنبالولې.

د تربت پوليسو د جون پر ۲۴مه رسنيو ته ويلي ول چې په هغه بريد کې يو پوليس سرتېری او يوه ښځه وژل شوي او پنځه نور کسان ژوبل شوي دي.

د تربت پوليسو چارواکو ويلي، له لومړيو معلوماتو داسې برېښي چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې د پولیسو پر یو موټر شوی دی. له پېښې وروسته لیویز او سرحدي عسکرو مړي او زخميان روغتون ته رسولي دي.

د تربت مرستيال کمېشنر بشیراحمد خبریالانو ته ویلي دي چي د چاودني هدف د سرحدي ځواکونو یوه قافله وه خو د ده په خبره چې د پولیسو د ښې حکمت عملۍ له وجې ځان مرګی بریدګر تر هغه ځایه نه دی رسیدلی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه پر خپلې وېبپاڼې لیکي، دا ځانمرګی برید د تربت ضلعې د کېچ ښار په مرکز کې په چاکراعظم څلورلارې کې ترسره شوی دی.

ورځپاڼه د سیمې د پولیسو د یو مشر اېس اېس پي محمد بلوچ له خولې لیکي چې ځانمرګی برید د یوې مېرمنې لخوا ترسره شوی دی او هغوی د هغې مېرمنې عکس هم له رسنیو سره شریک کړی دی.

دا هم وګورئ: پاکستانۍ څېړنيزه اداره: افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره پاکستان کې ناامني زیاته شوې

بلخو ا د صوبې اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو په يو بيان کې د تربت پر چاودنه خفګان څرګند کړی او ويلي یې دي چې حکومت به يې د ترهګرو د هر ډول ناوړو هدفونو مخنیوی کوي.

ياده دې وي چې د جون په ۱۳مه هم د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۴۹۰ کيلوميټره لرې په بارکان سيمه کې ځمکلاندې بم چاودنې دوه کسان وژلي وو.

د بارکان د ليويز ځواک چارواکو هغه مهال (د جون پر ۱۳مه) مشال راډیو ته ویلي وو چې چاودنه له هن مانده سره نېږدې پر يو کچه سړک هغه مهال وشوه کله چې پر يو موټر سايکل باندې دوه کسان تېرېدل.

په بارکان کې د بلوچستان د ځينو نورو ضلعو په شان د امنيت وضع کله نا کله خرابه وي او دا ډول پېښې رامينځ ته کېږي چې د زياترو ذمه واري بلوڅې بېلتونپالې ډلې مني.

دا هم وګورئ: د پاکستان چارواکو د ۱۴ مشکوکو وسلوالو د ګرفتارۍ دعوه کړې ده

تر هغې وړاندې په مې میاشت کې د بلوچستان هرنايي ضلعې خوست (کوسټ) تحصیل په زردالو سیمه کې ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ژوبل وو.

هغه مهال د هرنایي پولیسو په بیان کې ویلي وو چې چاودنه د مې پر ۲۵مه مازیګر هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د سکرو کان پر لوري روان ګاډي پر ځملاندي بم وخوت.

د پولیسو په وینا، د پېښې ښکار شوي د سکرو ټېکېداران ول او ژوبل کسان ۸۸ کېلومیټره لیرې د کوټې سېول روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان په هرنایي د سکرو او نورو معدنیاتو کانونه دي. هلته وخت پر وخت د ناامنۍ پېښي کېږي چې امنیتي سرتېري او عام وګړي پکې په نښه کېږي چې پر ضد یې په سیمه کې ولسي پاڅونونه او مظاهرې هم شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې ولسي خلکو پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان حکومت وایي د بلوچستان په ګډون له ټول هېواده به "ترهګري په بشپړه توګه" ختموي. وزیراعظم شهباز شریف د مې پر ۲۲مه په کوټه غونډې ته وویل د پخوا پرتله په بلوچستان او په ټول پاکستان کې امنیت ښه شوی دی خو زیاته یې کړه چې امنیتي سرتېرو هلته د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکړی دی.