په پېښور کې وسله والو یو سیک وګړی په ډزو وژلی

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم په وار وار پر سیکانو بریدونه او چاودنې شوې دي. (انځور: ارشیف)

په پېښور کې وسله والو د جون پر ۲۴مه ناوخته یو سیک وګړی په ډزو وژلی دی.

د پولیسو یو ځايي چارواکي ګوهر خان نن ویلي، داسې ښکاري چې د منموهن سینګ په نامه دا ۳۵ کلن سیک وګړی په هدفي توګه وژل شوی دی خو د ده په وینا، پلټنې روانې دي.

ګوهر خان ویلي، پر نوموړي هغه مهال برید شوی چې دی له اطرافو څخه کور ته روان وو. د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش د دې زمه واري منلې ده.

دا په روان کال کې په پاکستان کې پر سیکانو دریم برید دی.