د پاکستان قومي اسمبلۍ د مالي ۲۰۲۳ او ۲۴ لپاره کلنی بجټ منظور کړ

دا منظوري نن د اسمبلۍ په هغه غونډه کې ورکړل شوې چې پر بجټ وروستۍ بحث وشو. (انځور: ارشیف)

د پاکستان قومي اسمبلۍ د مالي کال ۲۰۲۳ او ۲۴ لپاره کلنی بجټ په اکثریت سره منظور کړی دی.

دا منظوري نن د اسمبلۍ په هغه غونډه کې ورکړل شوې چې پر بجټ وروستۍ بحث وشو.

حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره د تړون بحالۍ لپاره په وفاقي بجټ کې یو شمېر بدلونونه کړي دي.
په دې غونډه کې د اسمبلۍ ګڼ شمېر غړو ویناوې او پوښتنې وکړې.

د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر هم تر خوشي کېدو وروسته نن په دې غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې پر ډېر ټینګار سربېره د اسمبلۍ سپیکر ده ته د وینا موقع ورنکړه.

ده وویل، غوښتل یې چې پر بجټ د رایې ورکولو تر څنګ پر امنیت او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو غړو په اړه یې غږ پورته کړي.

علي وزیر د جون پر ۲۴مه په دوو مقدمو کې تر ضمانت منظورۍ وروسته د بنو له زندانه خوشې شو.

خو د سپیکر راجا پروېز اشرف له خوا تر اوسه په دې اړه دریځ مخې ته نه دی راغلی چې علي وزیر ته یې د خبرو موقع ولې نه ده ورکړې.