د اوکراین او امریکا ولسمشران په روسیه کې د وروستیو ګډوډیو په اړه غږېدلي دي

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي (کیڼې خوا ته) وویل چې د امریکا له ولسمشر سره يې مثبتې او الهام بخښونکی خبرې شوي ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر ولودومير زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر جو بایډن په ټېلېفون په روسیه کې د وروستیو ګډوډیو ترڅنګ پر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روسیه کې د واګنر ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن له کریملین سره تر تړون وروسته په ناڅاپي توګه، د ماسکو پر لور لاریون لغو کړ.

تر دې وړاندې پېروژګېن له خپلو ۲۵،۰۰۰ سرتېرو سره د انصاف په نامه د ماسکو پر لور وسلوال لاریون کړی وو چې ورسره په روسیه کې غیریقني حالت پيدا شوې وو او کریملین د پېروژګېن هغه اقدام بغاوت بللی وو.

د امریکا او اوکراین چارواکو د جون پر ۲۵مه وویل چې زېلېنسکي او بایډن د روسي ځواکونو په وړاندې د کییف د وروستیو ځوابي حملو په اړه هم خبرې وکړې او په لیتوانیا کې د جولای له ۱۱مې تر ۱۲مې پورې د ناټو تر غونډې مخکې یې خپل دریځونه همغږي کړل.

سپینې ماڼۍ وویل چې دواړو مشرانو په روسیه کې د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې او بایډن له اوکراين سره د امنیت، اقتصادي او بشري مرستو په ګډون په نورو چارو کې د امریکا دوامداره ملاتړ تکرار کړ.

زېلېنسکي پر ټویټر ولیکل چې د امریکا له ولسمشر سره يې مثبتې او الهام بخښوونکې خبرې شوي او زیاتوي چې بايډن سره يې د روسیې د وروستیو پېښو ترڅنګ اوکراين ته د اوږد واټن وسلو د اړتیا پر موضوعاتو وغږېدل.