له کراچۍ څخه د اختر لپاره تلونکي پښتانه د ګاډو کرایو زیاتېدو شکایت کوي

د لاهور په دې بس کې مسافران د وړوکې اختر لپاره خپلو کورونه ته ځي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل د میاشتې انځور

له خپلوانو سره د لوی اختر لمانځلو لپاره د پاکستان له سيند صوبې څخه خيبر پښتونخوا او بلوچستان ته تلونکي پښتانه دعوه کوي چې د ګاډو کرايې څو چنده زیاتې شوې دي.

په سيند کې په لکونو پښتانه ژوند کوي چې پکې يې ګڼ شمېر د اخترونو لپاره خپلو پلرني ټاټوبو ته ځي.

دا ځل لوی اختر د جون پر ۲۹مه لمانځل کېږي چې لپاره يې نه يوازې د پاکستان په مختلفو سيمو بلکې په خليجي هېوادونو کې مېشت يوشمېر پښتانه کورونو ته یا خو تللي دي يا د تګ تیاری نیسي.

خو په پاکستان کې مېشت زیاتره کسان په بسونو او اورګاډي کې کورونو ته ځي. ګوهر علي د جون پر ۲۵مه د کراچۍ له سهراب ګوټ څخه په بس کې مردان ته روان وو. هغه مشال راډیو ته وويل چې پخوا به مردان ته د بس يو ټکټ ۴،۵۰۰ روپۍ وو چې اوس ۶،۵۰۰ ته رسېدلی دی.

نوموړي وويل چې زیاتره هغه کسان د اختر لپاره کورونو ته ځي چې د مزدورۍ لپاره ورغلي دي او مجبوره دي چې زیاته کرایه ورکړي.

پخوا به مردان ته د بس يو ټکټ ۴،۵۰۰ روپۍ وو چې اوس ۶،۵۰۰ ته رسېدلی دی.
ګوهر علي

يو بل کس عالمزېب بیا له کراچۍ څخه سوات ته روان دی او تور پورې کوي چې د بسونو او موټرو مالکان همېش تر اختر مخکې په غیرقانوني توګه کرايې زیاتې کړي او مسافر مجبوره وي چې په زیاتو کرایو لاړ شي.

مسافران وايي چې اسلام اباد، سوات، بونير، مرادن، مانسهره، ډېره اسماعيل خان، بنو او د خيبر پښتونخوا نور سميو ته د تلونکیو مسافر ګاډو کرايې ډېرې لوړې شوې دي.

دا ډول له کراچۍ څخه د بلوچستان بيلابېلو پښتون مېشتو سيمو ته هم ګڼ کسان د اختر لمانځلو لپاره روان دي. دوی هم شکایت کوي چې چې کوټې،چمن، ژوب او نورو سېمو ته د تلونکیو بسونو او موټرونو کرايې زیاتې شوې دي.

له کراچۍ څخه کوټې ته روان بازيدالله مشال راډيو ته وويل چې د لوي اختر لپاره ګڼ شمېر کسان کورونو ته ځي، خو ټرانسپورټرانو په خپله خوښه کرايې زیاتې کړې دي.

دا هم وګورئ:

له سېنده تښتول شوي پښتانه ډریوران خوشې شولشمارياتو اداره: پاکستان کې ګراني زیاته شوېپه پاکستان کې ګرانۍ پر بهر ميشتو پښتنو ولې او څنګه اغېز کړی؟

د کراچۍ سهراب ګوټ، بنارس، د نورو بسونو اډو ټرانسپورټران بیا وايي چې د اخترونو پر موقع د دوی ګاډي چې خيبر پښتونخوا او بلوچستان ته ځي نو له سوارلیو ډکې وي خو چې بېرته کراچۍ ته ورځي نو خالي وي چې ورسره د دوی لګښت هم زیات شي نو ځکه دوی له ۳۰۰ څخه واخلې تر ۷۰۰ روپيو پورې کرایې زیاتې کړې دي.

د بلوچستان ټراانسپورټرانو اتحاديې د سيند صوبې مشر حاجي حبيب الله باديزي د جون پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې دا خبره رښتیا نه ده چې کرايې يې ۱،۰۰۰ یا ۲،۰۰۰ روپۍ زیاتې کړې دي.

هغه زیاته کړه:"د کراچۍ او کوټې او نورو سيمو ترمينځ د ګاډو د تګ راتګ لګښت زيات شوی دی، د تېلو بيې، د ګاډو ټايرونه اونور سامانونه هم ګران شوي دي، خو بیا هم په دې اندازې مو کرايې نه دي زیاتې کړې."

د سيند د ټرانسپورټ او اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن د جون پر ۲۵ مه مشال راډيو ته وویل چې له مسافرانو څخه د زیاتو کرايو اخيستونکو ټرانسپو پرضد يې ګامونه اخيستل پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه چې انتظاميې ته يې وار له مخه امر کړی دی چې د دغسې بسونو او ګاډو مالکان جرمانه کړي او تراوسه پورې یوشمېر مالکان جرمانه شوي هم دي.