امریکا له اوکراین سره ۵۰۰ میلیون ډالر نوې پوځي مرستې کوي

د امریکا بریډلي په نامه جنګي ګاډي، مال وړونکي ګاډي ته د بارېدو په په حال کې ـ پخوانی انځور.

امریکایي چارواکي وایي، له اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو برابر نوي پوځي مرسته کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ( پینټاګان) د جون پر ۲۷مه په بیان کې وویل چې په نوو مرستو کې د بریډلي په نوم جنګي ګاډي، د سټرایکر نومي زغره وال ګاډي او نور شیان شامل دي.

د پینټاګان په بیان کې راغلي چې دا او نور پوځي سامان به د ځوابي کارروايي په برخه کې او د روسیې جارحیت په شا تمبولو کې د اوکراین مرسته وکړي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر ټویټر وویل چې هغه "ډېره مننه کوي" او زیاته یې کړه چې د اضافي بریډلي او سټرایکر ګاډو په ګډون راکټي سیسټمونو (HIMARS) او نور پوځي مهمات به د اوکرایني پوځ قوت نور زیات کړي.