په پاکستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده

په پاکستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې نن د لوی اختر ورځ په داسې مهال کې لمانځل کېږي چې په ځینو قبایلي سیمو کې پرون د (د جولای پر ۲۸مه) اختر ولمانځل شو.

د باجوړ او وزیرستان په ځینو سیمو، د مومندو په څلورو تحصیلونو او له چارسدې سره لګېدلې د شبقدر په ځینو برخو کې خلکو د نورې اسلامي نړۍ سره یو ځای اختر کړی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن (د جون پر ۲۹مه) د خپل ټويټر پاڼې له لارې خلکو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې ده.

ريډیو پاکستان پر خپله پاڼه ليکلي چې د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان له شهباز شريف سره په ټېلېفون خبرې کړې دي او دواړو يو بل ته د اختر مبارکي ويلې ده.

دغه شان شهباز شريف د قطر امير شیخ تميم بن حماد الثاني ته هم په ټېلېفون د اختر مبارکي ورکړې ده.

په افغانستان، سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو کې هم پرون د جون ۲۹مه د اختر لومړۍ ورځ وه.