د پاکستان پوځ په ټانک او شمالي وزیرستان کې د ۶ وسلوالو د وژنې ادعا کړې

پوځ ادعا کوي چې په رزمک او ټانک کې یې له وسلوالو سره نښتې کړي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په ټانک او شمالي وزیرستان کې یې په نښتو کې شپږ وسلوال وژلي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار ) د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل چې د جون د ۲۹مې او ۳۰مې په منځنۍ شپه په ټانک کې وسلوالو او امنيتي سرتېرو پر یو بل ډزې وکړې چې په کې یې درې وسلوال ووژل.

اي اېس پي ار وایي، د شمالي وزيرستان په رزمک کې هم په ورته نښته کې درې وسلوال وژل شوي دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې د کومې ډلې له وسلوالو سره یې نښته شوې او لا هېڅ وسلوالې ډلې یې هم په اړه څه نه دي ویلي.