په کراچۍ کې د افغان طالبانو کونسل وایي، یو شمېر افغانان چې اسناد هم لري د کراچۍ په زندان کې دي.
عبدالجبار تخاري په یوه ویډیو کې چې د مشال راډیو ازادۍ څانګې سره یې شریکه کړې ده، وایي چې د جون پر ۳۰مه د کراچۍ لانډي جیل ته د زندانیانو سره لېدو ته ورغلی وو. هغه وویل، په زندانیانو کې ناروغان هم شته چې باید سمدستي خوشې شي.
تخاري د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې بندیان خوشې کړي څو بېرته افغانستان ته ستانه شي.
تر دې مخکې په کراچۍ کې د افغان کډوالو وکیلې منیزې کاکړ هم مشال راډیو ته ویلي وو، چې د ۲۰۲۲ز کال د جولای میاشتې راپه دې خوا په سند صوبه کې شاوخوا ۳،۰۰۰ افغانان چې ماشومان او ښځې هم پهکې شته زنداني شوي دي.
د تخاري د بیان په غبرګون کې سند حکومت څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن او پولیسو مشال راډیو ویلي ول چې یوازې هغه کسان نیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.