له سعودي عربه د پاکستانیو حاجیانو ستنېده له ننه پیلیږي

د پاکستان مذهبي چارو وزارت ویاند ویلي چې نن له جدې کراچۍ، فېصل اباد او اسلام اباد ته ۶۹۳ حاجیان ستنېږي ـ پخوانی انځور.

له سعودي عربه پاکستان ته د حاجیانو ستنېدنې لومړني پروازونه د جولایي پر دویمه پیلیږي.

د پاکستان سرکاري راډیو ترمخه، حاجیان به په پاکستان نړیوال هوايي شرکت، اییر بلیو، سیرین اییر او د سعودي عرب هوايي شرکت کې سفر کوي.

د مذهبي چارو وزارت ویاند ویلي چې د جولایي پر دویمه له جدې کراچۍ، فېصل اباد او اسلام اباد ته یو یو پرواز ځي چې پکې ۶۹۳ حاجیان سفر کوي.

سږ کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړل چې د پاکستان حکومت په وينا، پکې ۱۷۹ زره پاکستانيان ول.