بلاول بوټو زرداري په څلور ورځني سفر جاپان ته رسېدلی دی

بلاول بټو زرداري به د جولای تر څلورمې د جاپان پر رسمي سفر وي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د جاپان له چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سوداګرۍ ترڅنګ پر ځېنو نورو موضوعاتو د خبرو لپاره ټوکیو ته تللی دی.

نوموړي د جولای پر لومړۍ نېټه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه د جاپان حکومت په بلنه پلازمینې ټوکیو ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې بلاول بټو زرداري به د جولای تر څلورمې په جاپان کې وي او خپل جاپاني سیال یوشي ماسا هایاشي ترڅنګ به ځېنو نورو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

یاد وزارت ویلي چې د بلاول بوټو زرداري دا سفر د پاکستان او جاپان ترمنځ د مشرتابه په کچ د اړیکو بحالۍ څرګندونه کوي.