د سویډن وزیراعظم د ناټو پر غړیتوب د غږېدو لپاره امریکا ته ځي

د سویډن وزیراعظم ولف کریسټرسن (ښي لور ته) د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بېلېنکن سره ـ پخوانی انځور.

امریکایي چارواکي وایي چې ولسمشر جو بایډن به د جولای پر پنځمه د سویډن د وزیراعظم ولف کریسټرسن کوربه وي.

سپینې ماڼۍ د جولایي په لومړۍ د غونډې په اړه په یوه بیان کې ویلي چې ټاکل شوې چې دواړه مشران د ټرانس ایټلانټیک امنیتي همکارۍ او په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي چې بایډن او کریسټرسن مخ په زیاتېدونکې امنیتي همکارۍ ته بیا کتنه کوي او پر خپلو هغو څرګندونو به ټینګار کوي چې باید سویډن ژر تر ژره په ناټو کې شامل شي.

سویډن د ۲۰۲۲ز کال په مې کې له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه خو دا غوښتنلیک یې د ترکیې او هنګري د مخالفت له وجې د ځنډ ښکار دی.

په ناټو کې د شاملېدو لپاره باید د سویډن غړیتوب د ناټو د ټولو ۳۱ غړو هېوادونو له خوا منظور شي.