ايرانۍ خبريالې ته د پینځو کلونو بند سزا ورکړل شوې ده

پر ایرایي تور وو چې په ناقانونه غونډو کې يې برخه اخيستې او د ملي امنيت خلاف فعالیتونو کې ښکېله وه ـ پخوانی انځور

د ايران يو عدالت د هغه هېواد يوې پېژندلې فعالې او خبريالې ګلرخ ابراهيمي ايرايي ته د پينځو کلونو بند سزا ورکړې ده.

دا خبره د نوموړې پلويانو د جولای پر دويمه کړې ده. پر ايرایي تور وو چې په ناقانونه غونډو کې يې برخه اخيستې او د ملي امنيت خلاف فعاليتونو کې ښکېله وه.

ايرایي د عدالت د قانوني حيثيت له منلو انکاري وه او د مقدمې اورېدنو ته نه حاضرېدله. هغه د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې پوليسو له خپله کوره ګرفتاره کړې وه.

دا هغه وخت وو چې د ايرانيو پوليسو په بند کې د مهسا اميني په نوم د يوې ايرانۍ مېرمنې تر مړينې وروسته په ايران کې د پراخې کچې حکومت ضد مظاهرې پيل شوې وې.

اميني د حجاب په "سمه توګه" نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. چارواکو د نوموړې د مړينې لامل د زړه درېدل بللي ول خو فعالان وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له کبله بېهوشه شوې او په روغتون کې یې سا ورکړې وه.