ایا برتانيا کې د پښتنو د دوو کلیو په زرګونو مېشتو کورونيو خپل دود ساتلی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایا خبر یاست چې په برتانيا کې د پښتنو د خټک قبیلې يوازې د دوو کليو له ۳۰ څخه واخلې تر ۴۰ زره پورې کسان ژوند کوي.؟ هم له دې وجې د نوښار د کوټلي کلان او صالح خانې کليو ته وړوکې برتانيا ويل کېږي. په برتانيا کې دوی د صالح خانې په پښتنو مشهور دي. خو دوی کله او څنګه برتانيا ته ولاړل، ایا له څلورو نسلونو هلته ابادو دغو پښتنو خپل دود او دستور ژوندی ساتلی او ایا دوی د برتانيا په ټولنه کې ضم شوي او که نه؟ د دې او نورو پوښتنو ځوابونه په برمنګهم کې مېشت د کوټلي کلان اوسېدونکي بیرسټر اورنګزېب خټک څخه واورئ چې هم هلته زېږېدلی او لوی شوی دی. دا ويډيويي مرکه په اروپا کې د مېشتو پښتنو د ژوند ژواک په اړه د مشال راډيو د ځانګړي پروګرام د لړۍ لومړۍ مرکه ده. جوړوونکي يې ګل ایاز او عبدالحی کاکړ دي