طالبانو افغانستان کې د سېنګارخونو بندولو امر کړی

د ارشیف انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو د سینګار خونو یا سالونونو د بندېدو امر کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د ظالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند محمد صادق عاکف له خولې خبر ورکړی چې ټولې سینګار خونې باید په یوې میاشتې په موده کې بندې شي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په تعلیم بندیز ولګوو او په زیاترو تعلیمي ادارو کې یې ښځې له کاره منع کولو ترڅنګ د هغوی پارکونو ته په ورتګ هم بندیز لګولی دی.

نړیوالو ادارو او ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو ځپونکي اقدامات غندلي خو د سینګارخونو د بندېدو د حکم په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.