په افغانستان کې د واکمو طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د جولايي پر شپږمه د ښځینه سینګارتونونو د تړلو په اړه د دوی د ناندریزې پرېکړې ننګه وکړه.
نوموړي رسنیو ته په یوه استولي ویډیویي پیغام کې ویلي، دا ګام یې ځکه پورته کړی چې د ده په وینا، د واده په زلمي زیات لګښت راځي، سینګارتونونو کې مصنوعي ویښتان د ښکلا لپاره لګول کېدل او مېرمنو خپلې وریځې جوړولې. طالبان وايي دا هرڅه له شریعته سرغړونه ده.
د افغان ښځو او نجونو او بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د هغو ښځو کارونو ته زیان رسوي چې د کورنیو نفقه ګټونکې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، پر سینګارتونو بندیز به پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او له طالبانو يې غوښتي، چې له دې پرېکړې په شا شي.
د بشر د حقونو د څار سازمان هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو سینګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړی څو خپلې دروازې وتړي.