د پنجاب په جهلم کې د ګېس سلنډر چاودنې پنځه تنه وژلي

په پاکستان کې په ځانګړې توګه اوړي کې د زیاتې ګرمۍ پرمهال د سلنډر چاودنې ډېر کېږي. (انځور: ارشیف)

د پنجاب په جهلم ضلعه کې د ګېس سلنډر چاودنې پنځه تنه وژلي او ۱۵ یې نور ټپي کړي دي.

د ژغورنې ادارې ريسکيو چارواکي وايي د چاودنې له امله د یوه هوټل درې پوړیزه ودانۍ نړېدلې ده.

په جهلم کې د بېړنیو چارو ادارې مشر رانا سعید احمد د جولايي پر نهمه مشال راډیو ته په لېږلي پېغام کې ویلي چې دا چاودنه له جهلم ضلعې سره نيږدې پر جي ټي سړک د یوه هوټل په پخلنځای کې شوې ده.

تر دې وړاندې د جولايي پر اتمه هم د پنجاب په سرګودا کې د ګېس سلنډر چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه وژلي وو.

د سرګودې پولیسو په بیان کې ویلي‌ وو چې هغه چاودنه په يو مسافر وړونکي موټر کې شوې وه چې لس نور کسان یې ژوبل کړي‌ هم وو.