د بلوچستان حکومت وایي، په کوټه کې د ګرین بسونو پروژه پیلوی

اعلا وزیر ویلي دا بسونه به په ازمویښتي توګه د جولايي پر ۱۳مه پیل شي. پخوانی انځور.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو اعلان کړی چې په کوټه کې د ګرین بس په نامه بسونو پروژه پیلوی.

نوموړي د جولای پر نهمه پر ټویټر لیکلي چې دا بسونه به په ازمویښتي توګه د جولايي پر ۱۳مه پیل شي او رسمي پرانیسته به یې د جولايي پر ۱۷مه کېږي.

د بلوچستان د ټرانسپورټ څانګې دا بسونه د تېر اعلا وزیر جام کمال په واکمنۍ کې اخیستي ول خو تر اوسه یې پیل کړي نه ول.

اعلا وزیر ویلي چې دا پروژه د کوټې ښاریانو او په ځانګړې توګه د زده کوونکو لپاره ښه خبر دی.