د اوکراین چارواکي وايي د روسيې په بمبارۍکې لږترلږه څلور کسان وژل شوي

د روسيې په بمباريو کې د اوکراین تباه شوې سيمه کې چې پکې یوه ښځه د خپلې خور ليدو ته ورځي. د ۲۰۲۲ز کال انځور

د اوکراین د زپورېژیا ځايي مشر وايي، د هغې سیمې پر اورېخیفکا نومي کلي د روسیو ځواکونو په بمبارۍ کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي.

یوري ملاشکو نن (جولای ۱۰مه) په بیان کې ویلي دي چې روسیو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د جنوبي زپورېژیا سیمې پر ۱۰ کلیو ۳۶ هوايي بمبارۍ کړې دي.

اورېخیفکا کلی د زپورېرژیا له مرکزه شاوخوا ۶۰ کېلومیټره لیرې پروت دی او تېر کال تر جګړې پیلېدو مخکې یې ابادي ۱۴،۰۰۰ وه. هغه کلی د جګړې له لومړۍ کرښې سره نېږدې دی. روسیو ځواکونو له تېر څه باندې یو کال راهیسې پر زپورېژیا سیمې مسلسلې بمبارۍ کړې دي.