د پاکستان عدالت د وزیراعظم زوی د تورو پیسو سپینولو قضیه کې بري کړی

سليمان د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې تر څلورو کلونو پورې په لندن کې تر اوسېدو وروسته هېواد ته ستون شوی وو.  پخوانی انځور

د لاهور یو عدالت د پاکستان د وزیراعظم زوی سليمان شهباز د تورو پیسو سپینولو په یوه قضیه کې بري کړی دی.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د جولای پر ۱۰مه عدالت ته د سليمان شهباز په ګډون د ۱۳ تورنو کسانو په اړه خپل چالان وړاندې کړ. هغه ټول کسان د ۱۶ اربه روپیو تورو پیسو سپینولو په تور نیول شوي ول خو شهباز په حفاظتي ضمانت ازاد وو.

د شهباز او نورو تورنو وکیل امجد پروېز له عدالته د هغوی د بري کولو غوښتنه وکړه. د دې په غبرګون کې قاضي د اېف ای اې له چارواکو او وکیله د پلټنو په اړه بېلابېلې پوښتنې وکړې او بیا یې ورڅخه د سليمان شهباز پرضد شواهد وغوښتل.

قاضي د اېف ای اې چارواکو ته وویل چې ثبوت یې نه درلود نو تر اووه کلونو پورې یې قضیه ولې ځنډوله؟ تر دې وروسته عدالت د سليمان شهباز او نورو کسانو د بري کولو امر وکړ. سليمان د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې تر څلورو کلونو پورې په لندن کې تر اوسېدو وروسته هېواد ته ستون شوی وو.