جیک سلیوان: هڅه کوو چې طالبان ژمنې پوره او افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نشي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د جولايي پر لسمه برتانیا ته د خپل سفر پر مهال د امریکا غږ راډيو ته کړې ده.

یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، حکومت یې هڅه کوي چې افغان طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د جولايي پر لسمه برتانیا ته د خپل سفر پر مهال د امریکا غږ راډيو ته کړې ده.

نوموړي‌ ویلي، دوی طالبان د دوحې په تړون کې په خپلو ژمنو پابند ساتي چې دارنګ افغانستان د هیڅ هیواد، په ځانګړې توګه د امريکا، د دوی د متحدینو او شریکانو پر وړاندې د ترهګرو بریدونو د پلان او طرحې لپاره ونه کارول شي .

په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعده په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.