په شاوخوا یوه اوونۍ کې له پاکستانه افغانستان ته ۹۴ کورنۍ ستنې شوې دي

طالب چارواکي وایي چې هغه کډوال د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د جولای له اتمې تر ۱۱ پورې له پاکستانه افغانستان ته څه باندې ۵۰۰ کډوال ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت د جولای پر ۱۱مه په بیان کې ویلي چې ۵۵۷ کډوال د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

وزارت زیاتوي چې دا کډوال چې په ټوله کې ۹۴ کورنۍ جوړېږي او د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شوي دي.

له یوې مودې راهیسي په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې پولیس یې بې ځایه تنګوي او ګرفتاروي خو پولیسو دریځ لري چې یوازې هغه کسان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.