برتانیا اوکراین ته د شاوخوا ۶۵ مېلیونه ډالرو پوځي مرستې ورکوي

یو اوکراینی سرتېری د ګڼو راکټونو ویشتونکې دستګاه مرمتوي - د جولای ۱۰مې انځور.

د برتانیا حکومت ویلي دي چې اوکراین ته د پوځي سامانونو د مرمت او د پوځیانو د بحالۍ مرکز جوړولو لپاره ۶۴.۶۵ مېلیونه ډالر ورکوي.

د برتانیې حکومت د جولای پر ۱۱مه وویل چې د مرستو پر هغه نوي قسط روانه اوونۍ د ناټو په سرمشریزه کې بحث کېږي.

ټاکل شوې چې برتانیا او د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو ټولنې (جي اووه) مشران په غونډه کې اوکراین ته د زرګونه میله اضافي وسلو او تر ۷۰ زیاتو جنګي او لوجېسټيکي ګاډو پر ورکړه وغږېږي.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې غربي هېوادونو هغه هېواد ته د اربونو ډالرو پوځي او ملکي مرستې ورکړې دي.