د افغانستان د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو د يوې محکمې تر امر وروسته یوه ښځه او درې سړي ۲۰، ۲۰ درې وهل شوي او په درې میاشتني بند محکوم شوي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د جولای پر ۱۲مه په خبرپاڼه کې د هغه حکم د عملي کېدو خبر ورکړ او وايي محکوم شوي کسان په قرغې سیمه کې نیول شوي وو.
معلومه نه ده چې پر هغو کسانو اصلي تور څه وو، خو د سترې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي چې هغوی "د فسق او فجور په قضیه" کې نیول شوي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې یوشمېر تورن کسان د خلکو په موجودګۍ کې په متروکو (درو) وهلي چې د بشري حقونو د سازمانونو غبرګونونه یې پارولي ول.
د بشري حقونو سازمانونه او فعالان په درو وهل "غیر انساني او ظالمانه" کار بولي، خو د طالبانو حکومت د خپل دې اقدام دفاع کوي او دا د تشریح شويو "اسلامي قوانینو" عملي کېدل بولي.