زېلېنسکي: اوکراین په ناټو د ورګډېدو په اړه شکونه او ابهامونه لیرې کړي دي

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي او د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ - د ۲۰۲۳ز کال د جولای ۱۲مې انځور

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي ويلي چې هېواد يې د لېتوانيا په پلازمينه کې د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریره کې په هغه اېتلاف کې د ورګډېدو په اړه "ټول شکونه او ابهامونه لیرې کړي" دي.

نوموړي د جولای پر ۱۲مه د ناټو سرمشريزې په پای کې د هغو امنیتي ضمانتونو هرکلی وکړ چې د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو ټولنې (جي اووه) يې وړاندېز کړی دی.

هغه وویل چې تر دې وړاندې اوکراین کله هم د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو په بهير کې دا ډول امنیتي اساس نه درلود. "پر دې اساس به موږ د دوه اړخيزه امنیتي تړون نوی او قانون ته پابند تعمیر جوړوو."

د جي اووه هېوادونو ټولنې د جولای پر ۱۲مه یو داسې نړیوال چوکاټ اعلان کړ چې هغه د اوکراین لپاره د اوږدې مودې امنیتي ضمانت ته لاره هواروي چې له مخې یې د روسیې پر وړاندې خپله قوي دفاع وکړای شي او په راتلونکې کې د مسکو د يرغل مخه ونیسي.

زېلېنسکي د سرمشریزې نتیجې مثبتې وارزولې او و يې ویل چې غونډې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه تصوير واضحه کړ.

دا هم وګورئ: امریکا وایي اوکراین لا د ناټو غړيتوب ته تیار نه دی

د جي اووه هېوادونو ټولنې تر هغې وروسته د اوکراین لپاره د امنیتي چوکاټ وړاندیز وکړ چې کييف د ناټو اېتلاف له خوا د سرمشریزې د لومړۍ ورځې پر مبهم بیان نهیلي ښوولې وه.

په هغه بیان کې ويل شوي ول چې ناټو به د ټولو ۳۱ غړو هېوادونو تر موافقې او د ټولو شرطونو تر پوره کېدو وروسته اوکراین ته په اتحاد د ورګډېدو بلنه ورکړي. په بیان کې البته هغه شرطونه نه دي په ډاګه شوي.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې پر دې برسېره چې اوکراین ته په اېتلاف کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو هغه هېواد "اوس تر پخوا زیات د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو ته نېږدې شوی دی."

ستولتنبرګ زیاته کړه، "زه هغې ورځې ته سترګې په لار یم چې د متحدینو په توګه له یوه بل سره ووینو."