بایډن: ناټو اېتلاف تر بل هر وخت زیات متحد دی

بایډن د فېنلینډ له ولسمشر ساولي نینېسته سره د ګډې خبري غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې هغه او د ناټو نورو مشرانو روانه اوونۍ په سرمشریزه کې نړۍ ته وښووله چې پر اوکراین د روسیې تر حملې ورسته هغه پوځي اېتلاف تر بل هر وخت زیات متحد دی.

بایډن د جولای پر ۱۳مه په هېلسېنکي کې وویل، متحدین یې پر دې پوهېږي چې دا جګړه یوازې د اوکراین د راتلونکې لپاره نه ده.

هغه اروپا ته د پینځه ورځني سفر په پای کې وویل چې د اوکراین جګړه په ختیزه اروپا او نړۍ کې د خپلواکۍ یا حاکمیت، امنیت او ازادۍ لپاره هم ده.

بایډن د فېنلینډ له ولسمشر ساولي نینېسته سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې له ناټو سره به د امریکا ژمنې له پامه نه غورځوي.

تر دې مخکې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ بایډن او نینېسته د سویډن، ناروې، ډنمارک او ایسلنډ له مشرانو سره هم وکتل.