نګورنو قره باغ کې زرګونه کسانو ارمنیا ته د تلونکې لارې تړلو ضد مظاهره کړې ده

د جولای پر ۱۴مه زرګونه کسان د خان قندي یا ستېپاناکېرت مرکزي څلورلارې ته ورغونډ شوي ول.

له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ په مرکز خان قندي (ستېپاناکېرت) کې په زرګونو کسانو د لاچین دهلېز تړلو خلاف مظاهره کړې ده.

هغه دهلېز د لانجمنې نګورنو قره باغ او ارمنیا ترمینځ یوازینۍ ځمکنۍ لاره ده.

د اذربایجان د سرحدي خدماتو دولتي ادارې د جولای پر ۱۱مه وویل چې د لاچین دهلېز پر یوه پوسته د ګاډو تګ راتګ تر هغې وروسته درېدلی چې له ارمنیا څخه د سره صلیب په ګاډو کې "بېلابېل نشه يي توکي" وموندل شول. د ادارې په خبره، د هغې پېښې پلټنې روانې دي.

د سره صلیب ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم روښانه نه ده چې ایا هغه ګاډي چې اذربایجان پکې د مخدره موادو موندلو دعوه کوي واقعي د سره صلیب ول او که نه.

البته د لارې تړلو اقدام په ناکراره نګورنو قره باغ کې د بشري ناورین پیدا کېدو په اړه اندېښنې زېږولې دي ځکه چې د ارمنیا په خبره، په هغه سیمه کې د خوراکي شیانو کمښت پیدا شوی دی.

د جولای پر ۱۴مه د ستېپاناکېرت یا خان قندي په مرکزي څلورلاره کې څه د پاسه ۶،۰۰۰ کسانو پر داسې مهال مظاهره کړې چې د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشېنیان هیله ښوولې چې د جولای پر ۱۵مه به په برسلز کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علیېف سره په ملاقات کې د سولې موافقې په برخه کې پرمختګ وشي.

پاشېنیان د جولای پر ۱۴مه په حکومتي غونډه کې د لاچین دهلېز تړل وغندل او و یې ویل چې دا اقدام د انصاف نړیوال عدالت د هغه امر خلاف دی چې پکې په فبرورۍ کې له باکو غوښتي ول چې پر لاره ازاده تګ راتګ باوري کړي.

باکو او یرېوان له لسیزو راهیسې له اذربایجانه د بېلې شوې نګورنو قره باغ پر سر لانجه لري چې له کبله یې په ۲۰۲۰ز کال کې جګړه هم شوې وه.

دواړو هېوادونو د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د روسیې په مینځګړتوب د اوربند موافقه کړې وه. له اوربند راهیسې روسي سوله ساتي ځواکونه په نګورنو قره باغ سیمه کې پراته دي.