وسلوالو په جنوبي وزیرستان کې یو ولسي مشر وژلی دی

پولیس وايي، وسلوالو ملک شاهجهان له مکینه تښتولی وو او د جولای پر ۱۴مه یې مړی وموندل شو.

د بر جنوبي وزیرستان پولیس وايي چې وسلوالو په مکین کې یو ولسي مشر ملک شاهجهان وژلی دی.

د مکین تاڼېدار زبیر مسید مشال راډيو ته وویل چې وسلوالو ملک شاهجهان د جولای پر ۱۳مه تښتولی وو چې د جولای پر ۱۴مه سهار مهال یې مړی په درې ایسوره سیمه کې وموندل شو.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر نیاز محمد مشال راډيو ته وویل چې د پېښې پلټنې روانې دي او مقدمه یې د "نامعلومو وسلوالو" پرضد درج کړې ده.

د ملک شاهجهان د تښتولو او وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په جنوبي وزیرستان کې په تېرو کلونو کې د وسلوالو په حملو کې لسګونه ولسي مشران، فعالان، سیاستوالان او سرکاري او امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.