په جنوبي وزیرستان کې یو تن تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی

پولیس وایي دین محمد د جولای پر اوومه نامالومه کسانو تښتولی وو.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو یو تن تر تښتولو وروسته وژلی دی.

د بر جنوبي وزیرستان پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکو د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې نامعلومه وسلوالو د مکین زیړ سر استوګن محمد دین د جولای پر اوومه تښتولی وو او د جولايي پر ۱۴مه یې مړی وموندل شو.

پولیس وایي د نامعلومه کسانو په خلاف یې مقدمه لیکلې او پلټنې یې پیل کړې دي. د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

په جنوبي وزیرستان کې په تېرو کلونو کې د وسلوالو په حملو کې لسګونه ولسي مشران، فعالان، سیاستوالان او سرکاري او امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي.