په جنوبي کوریا کې بارانونو او سېلابونو ۳۳ کسان وژلي دي

د جنوبي کوریا پوځیان د جولای پر ۱۶مه له سرنګه اوبه باسي.

په جنوبي کوريا کې د ژغورنې ادارو چارواکي وايي چې په باران کې له ويجاړ شوي سرنګ (تونل) څخه یې د شپږو نورو کسانو مړي ایستلي دي.

د چارواکو د جولای ۱۶مې له اعلان سره په هغه هېواد کې له یوشمېر ورځو راهیسې د بارانونو او سېلابونو له وجې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.

د جنوبي کوريا د کورنیو چارو وزارت ويلي چې شاخوا ۸،۰۰۰ کسان یې خوندي ځايونو ته لېږدولي خو ۱۱ تنه لا هم ورک دي.

د بارانونو او سېلابونو له وجې په بېلابېلو ځایونو کې کمرونه نړېدلي دي او لارې ویجاړې شوې دي.