اوکرايني عدالتونو ۵۰ روسي پوځيانو ته سزاوې اورولې دي

د اوکراين جګړې يو انځور

د اوکراين لوی څارنوال اندرې کوسټین وايي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې اوکرايني عدالتونو تر ۵۰ زیات روسي پوځیان سزا کړي دي.

د کوستین دفتر د جولای پر ۱۶مه وويل چې اوکراین د تیري او جنګي جرمونو تر ۹۸۰۰۰ ډیر جرمونه ثبت کړي دي. د هغه په خبره دوی د دغو جرمونو پلټنې کوي، مقدمې یې عدالتونو ته استوي، او پریکړې يې کوي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو تر مخه د جون تر ۳۰مې د ۵۳۵ ماشومانو په ګډون څه د پاسه نهه زره اوکرايني ولسي وګړي وژل شوي دي. خو ملګري ملتونه په دې قانع دي چې د وژل شوو او ژوبلو اوکرايني ولسي وګړو کره شمیره ښايي‌تر ډيره زیاته وي.

د پام وړ شواهدو سره سره روس ټینګار کوي چې دوی په اوکراین کې ملکي وګړي نه په نښه کوي او دا چې ځواکونو یې جنګي جرمونه نه دي کړي. روس د تېر کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل کړی دی.