مندوخېلو د کوټې - ډيره اسماعيل خان سړک پرانیست

د ژوب نقشه

دبلوچستان په ژوب کې مندوخېل قبیلې د کوټې او ډیره اسماعیل خان ترمینځ بند کړی سړک پرانیستی دی.

د مندوخېلو مشران دعوه لري چې په وروستیو کې سلیمانخېلو په سمبازه سیمه کې د دوی پر ځمکو قبضه کړې او خیمې يې پرې لګولي. د دوی د ادعا تر مخه، سلیمانخېلو دا راز د کروندو د اوبو کولو لپاره هلته د کوهیانو وهلو کار هم پیل کړی دی. خو سلیمانخېل وايي‌چې دا ځمکې د هغوی دي.

د احتجاج او سړک د بندش له وجې ډيرې لارې او موټرې هلته ولاړې پاتې وي. ځايي انتظامیې مشال راډيو ته ويلي‌چې د جولای پر ۱۷مه، د مندوخېل قام مشرانو د ژوب ضلعې د مرستيال کمېشنر اعظم کاکړ سره تر خبرو وروسته لار پرانیستې ده.

په ژوب کې د سلیمانخېلو او مندوخېلو ترمینځ د ځمکو پر سر لانجې د پخوا راهیسې پرتې دي چې له امله یې په ځینې وختونو کې د دواړو خواو ترمینځ نښتې هم شوې دي.

د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې پښتنې قبیلې په خپلو کې د ځمکې پر سر لانجې لري. په ورستیو کې د شمالي وزیرستان خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې هلته د ځمکو پرسر زیاتو شویو لانجو اندېښمن کړي دي.

دا راز روانه میاشت په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې په سر پیدا شوې نښته تر شپږو ورځو وغځیده او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.

د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.