د جي ۲۰ غونډه د اوکراین جګړې پر سر د اختلافاتو له وجې بې له موافقې سر ته رسېدلې

هند د ۲۰۲۳ز کال لپاره د جي ۲۰ ټولنې مشري کوي - پخوانی انځور.

په هند کې د ۲۰ لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو د ټولنې (جي ۲۰) د مالیې وزیرانو او مرکزي بانکونو د مشرانو غونډه د اوکراین جګړې په اړه د اختلافاتو له کبله بې له موافقې پای ته رسېدلې ده.

د جولای پر ۱۸مه د ګجرات په ګاندي نګر کې تر دوه ورځنیو خبرو وروسته شریکه اعلامیه خپره نه شوه او پر ځای یې د کوربه هند د خزانې وزیر نېرملا سیتارامن د غونډې لنډیز او د پایلو سند خپرولو ته اړ شوه.

نوموړې تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې خپله یې لنډیز ځکه خپور کړ چې د ټولنې غړي هېوادونه "د روسیې او اوکراین جګړې په اړه ګډه ژبه نه لري."

د هغې په خبره، د جګړې بیانولو او تشرېح کولو ژبه مستقیماً په انډونیشیا (انډونیزیا) کې د جي ۲۰ ټولنې د پروسږنۍ سرمشریزې له اعلامیې اخیستل شوې ده چې د مالیې وزیران یې د بدلولو واک نه لري.

سیتارامن وايي، په دې اړه به پرېکړه سږکال په سېپټېمبر کې په نوي دلي کې د هغې ټولنې په سرمشریزه کې کېږي.

د هند د مالیې وزیرې زیاته کړه چې په غونډه کې د خوړو مصوونیت یا امنیت مهمه موضوع وه.

د جي ۲۰ غړو له اوکراینه د تور سمندرګي له لارې افریقا، منځني ختیځ او اسیا ته د غلې د لېږد موافقې ځنډولو په اړه د روسیې پر اقدام بحث وکړ. غړو هېوادونو وویل چې د جولای پر ۱۷مه د روسیې هغه کار د خوړو د بیو لوړېدو او د زیاتو خلکو د بې وزلۍ سبب کېږي.

هند سږ کال د جي ۲۰ مشري کوي چې پر مهال یې بیا بیا د هغې وېشل شوې ټولنې له غړو غوښتي دي چې د اوکراین پر مسله د ختیځ او لویدیځ د اختلافاتو پر نه ختمېدو سربېره دې د پورونو فشار، انفلېشن (افراط زر) او د اب و هوا بدلون ګواښونو په اړه د هغو موضوعاتو په اړه یوه خوله شي چې د بې وزله هېوادونو لپاره د ځانګړي ارزښت وړ دي.