امريکا له اوکراين سره د ۱.۳ اربه ډالرو اضافي پوځي مرستې اعلان کړې

اوکراين د روسیې په وړاندې مقاومت ته ادامه ورکړې ده - انځور له ارشيفه

امریکا تر هغې وروسته اوکراین ته د ۱.۳ اربه (مېلیارده) ډالرو پوځي مرستو ورکولو اعلان وکړ چې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر روسیې تور پورې کړ چې "قصداً یې" د تور سمندرګي د اودېسا په بندر کې د غلې پر بېخبنا (انفراسټرکچر) یا ګودامونو برید کړی دی.

خو د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په اودېسا کې یې د هغو ځایونو پرضد ځوابي حملې کړې دي چې پکې اوکراین هغه ډول سمندري بې پیلوټه الوتکې جوړولې چې د مسکو په وینا، په وروستیو کې یې له روسیې سره د تړلې کرېمیا سیمې د یو پله د زیانمنولو لپاره کارولی وو.

د امریکا په تازه مرستو کې د جنګي الوتکو ضد توغندیو پرمختللي نظامونه او نور سامان او الات شامل دي.

د جولای پر ۱۹مه اعلان شوې مرستې د امریکا د هغو هڅو برخه ده چې د "اوکراین خورا اړین ضرورتونه" پوره کړي خو هغه شیان به د امریکا د وسلو له موجودو زخیرو نه ورکول کېږي نو ځکه ښايي ژر د جګړې ډګر ته و نه لېږدول شي.

زېلېنسکي د امریکا مننه وکړه او و یې ویل، نوې مرستې به "د اوکراینیانو د ژوند په ژغورلو زموږ شریکې بریا ته د نېږدې کېدو په برخه کې مرسته وکړي."

په مرستو کې د جنګي الوتکو ضد توغندیو څلور اضافي ملي او پرمختللي نظامونه شامل دي چې اوکراین د روسیو توغندیو د بریدونو پر وړاندې د خپلو ښارونو او بېخبنا د دفاع لپاره کارولي دي.