د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري وايي هېواد یې اوکراين ته وسلې نه دي لېږدولې او په دې اړه د ځينو رسنيو راپورونه ناسم دي.
بلاول بوټو زرداري د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير دېمېترو کولېبا سره ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې پاکستان د روسیې او اوکراين ترمینځ په جګړه کې بې طرفه دی او له کییف سره یې هېڅ پوځي مرسته نه ده کړې.
هغه وويل چې د اوکراين او روسیې جګړه بايد د مذاکراتو له لارې ختمه شي.
د بلاول بوټو زرداري اوکرايني سيال هم وويل چې له پاکستان سره یې د پوځي همکاريو په برخه کې هېڅ راکړه ورکړه نه شته.
کولېبا وویل، پاکستان ته د سفر مقصد یې دوه اړخيزو اړيکو پراخول دي او غواړي چې په نړۍ کې یې ملګري هېوادونه زیات شي.
🔴LIVE: Joint Press Stakeout by Foreign Minister of Pakistan and Foreign Minister of Ukraine https://t.co/6Y5sJZoxQL
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) July 20, 2023
کولېبا زیاته کړه چې له نړيوالو غواړي چې له اوکراينه نورې نړۍ ته د غنمو د لېږد لپاره زمينه برابره کړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير هم د هغه د دې دریځ خبرو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د اوکراين غنم او د هغه هېواد او روسیې کیمیاوي سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو لپاره خورا ارزښت لري.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين یرغل وکړ او تر هغه وروسته یې د اوکراين ځينې برخې نيولې دي خو په ډېرو ځايونو کې لا هم سختې جګړې روانې دي.
اوکرايني چارواکي ادعا کوي چې روسيو ځواکونو د اوکراين د غلو په ګودامونو بمباري کړې او د غلو دانو د برامد له تړونه وتلی دی.
اوکراين په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره ازاد شو. دا له ۱۹۹۳ز کال راهیسې لومړی ځل دی چې د اوکراین د بهرنیو چارو یو وزیر پاکستان ته سفر کوي.