پاکستان کې د تېلو کاروباریانو سبا ته کاربندیز اعلان کړی

د تېلو په پمپونو کې وار له مخې د خلکو ډېر زیات بیروبار جوړ شوی دی: انځور له ارشیفه

د پاکستان د تېلو پمپونو مالکانو او کاروباریانو سبا ته (د جولای پر ۲۲مه) د هېواد پر کچ د احتجاجي کاربندیز اعلان کړی دی.

د تېلو کاروباریانو د ټولنې مشرانو پرون (د جولای پر ۲۰مه) په کراچۍ او پېښور کې خبري غونډو ته وویل چې حکومت ورته د یو لیټر تېلو پر سر شپږ روپۍ ګټه ورکوي چې له دې کبله له زیان سره مخامخ دي. دوی داراز وویل چې له ایرانه د تېلو قاچاق یې هم کاروبار خراب کړی دی نو ځکه سبا سهار ټول پمپونه تړي.

د پاکستان د تېلو کاروباریانو ټولنې مشر عبدالسمیع خان په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې په ۱۹۹۹ز کال کې حکومت د یو لیټر تېلو پر سر ورته پینځه فیصده ګټه ورکوله چې په ۲۰۰۴ز کال کې یې څلور فیصده کړه. نوموړي وړاندې وویل، د تېر مالي کال په بجټ کې د ګرانۍ د لوړېدو کچه ۳۸ سلنه ښودل شوې، د سود شرح زیاته شوې، د برېښنا بیلونه او نور لګښتونه زیات شوي نو په داسې کې د حکومت لخوا په ټاکلو نرخونو کې د تېلو د پمپونو د مالکانو یا ډیلرانو ګټه بیخي ختمه شوې ده او د هغه په وینا دوی په تاوان کې روان دي.

دا هم وګورئ: پاکستان د پیټرولو د کمبوت مخنیوي لپاره نوي اقدامات کوي

نوموړي سبا د جولای په ۲۲مه په ټول هيواد کې د تېلو د پمپونو د ټرلو اعلان وکړو: "سهار شپږ بجې به د تېلو ټول پمپونه وتړل شي، موږ د اوسني حکومت نه هېڅ د ښو تمه نه لرو، که مو لرلای، دا ګام مو نه اوچتاوه. د پیټرولیم وزیر درې ورځې وړاندې له موږ سره د ملاقات وعده کړې وه خو بیا رانغلو. حکومت له پکار دي چې اولس ته هم تکلیف ور نه کړي او له کاروبار کوونکیو سره دې هم انصاف وکړي."

عبدالسمیع خان زیاته کړه چې په هیواد کې د تېلو ۱۲،۰۰۰ کاروباریان یا ډیلران دي چې د لسګونو زرو روزګار ورسره تړلی دی.

په پېښور کې د تېلو کاروباریانو ټولنې یو مشر ګل نواز اپرېدی وايي، حکومت دې ورته د ګټې کچه پینځه فیصده ته ورسوي او له ایرانه دې د تېلو پر قاچاق بندیز ولګوي. د نوموړي په وینا، ایرانیو تېلو هغوی ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

دا هم وګورئ: له روسیې د مایع ګیس ټانکرې د تورخم له لارې پاکستان ته رسېدلې دي

بل پلو د پاکستان د تېلو پمپونو مالکانو او کاروباریانو د ټولنې یو بل مشر نعمان علي بټ بیا ویلي چې په ټاکلې نېټه به په پنجاب صوبه کې هم د تېلو پمپونه تړي. نوموړی وايي، د ایرانیو تېلو له وجې د ځايي تېلو خرڅلاو ۳۰ سلنه کم شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي وکیل الرحمان مشال راډیو ته وویل، کله چې د پاکستان د تېلو پمپونو مالکانو او کاروباریانو ټولنه پمپونه وتړي نو په داسې حالاتو کې بیا په سرکاري پمپونو ډېر زیات بیروبار جوړېږي او هغه پمپونه په یوازې ځان ټولو خلکو ته د تېلو رسد نه شي پوره کولی. نو په داسې کې د خلکو ژوند زیات اغېزمنېږي.

د پاکستان د تېلو چارو وزارت د کاروباریانو څرګندونو او د کاربندیز اعلان په اړه څه نه دي ویلي خو د تېلو دولتي شرکت پي اېس او ویاند محمد فواد بېګا مشال راډیو ته وویل چې حکومت د تېلو کاروباریانو په ګټه کې بدلون نه دی راوستی. نوموړي زیاته کړه چې د قانون له مخې کاروباریان پابند دي چې په هېواد کې به پمپونه نه تړي او د تېلو بحران به نه زېږوي.