امریکا په بغداد کې پر سویډني سفارت برید غندلی

د جولای پر ۲۰مه په بغداد کې مظاهرچیان د سویډن سفارت پر دیوال ورخېژي.

امریکا د عراق په مرکز بغداد کې پر سویډني سفارت پرونی برید په کلکه غندلی دی او پر عراقیو امنیتي ځواکونو یې د سفارتي دفترونو سیمې ته مظاهرچیانو د داخلېدو په مخنیوي کې پر پاتې راتګ انتقاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۲۰مه عراق د قران سوځولو پرضد د احتجاج په توګه سویډنی سفیر له هېواده وایست.

د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د جولای پر ۲۰مه د مظاهرو په مهال سلګونه مظاهرچیان په بغداد کې د سویډن په سفارت ورغلل او ودانۍ ته یې اور واچاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر پېښې وروسته پر عراقي حکومت غږ وکړ چې خپلې نړیوالې ذمه وارۍ پوره کړي او په هېواد کې د ټولو ډېپلوماټیکو ماموریتونو ساتنه وکړي.