په بلوچستان کې د اوبو د لټون نادره طریقه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان د ماشکېل سیمې اوسېدونکی محمد اکرم رېکي په پخوانۍ طریقه د مځکې لاندې د اوبو څرک معلوموي. دی وایي چې دغه کار له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کوي. د نوموړي په وینا، ځایي خلک دغه طریقه مني او ساینس یې نه مني. بلخوا په بلوچستان پوهنتون کې د ځمکپوهنې (جیالوجي) څانګې یو غړی ریحان ګل دغه طریقه ناسمه ګڼي او وایي چې ددې طریقې له ساینس سره هېڅ سمون نه خوري. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.