اصف درانی له طالب مشرانو سره تر خبرو وروسته پاکستان ته ستون شوی

اصف دراني (کیڼې خوا ته) د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د جولای پر ۱۹مه په کابل کې وکتل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی کابل ته تر درې ورځني سفر وروسته پرون(د جولای پر ۲۱مه)اسلام اباد ته ستون شوی.

درانی د جولای پر ۱۹مه تر هغې وروسته کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې وسلوالې ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه تور پورې کړ چې افغانستان د "یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي" او د طالبانو حکومت هلته "ترهګرو ته پټنځایونه" ورکړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځایونو پر موجودګۍ" او د هغې ډلې لپاره د "عملیاتو پر ازادۍ" د "سختې اندېښنې" څرګندونه وکړه.

اصف دراني په کابل کې له د طالبانو حکومت له ریس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او دواړو خواو د مشرانو په خبرو کې طالب مشرانو خپل هغه دریځ بیا تکرار کړی چې خپله خاوره د بل هېواد خلاف کارولو ته نه پریږدي.

بلخوا اصف دراني ویلي چې د افغانانو او په ځانګړی توګه د ناروغانو لپاره د ویزې عمل اسانوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر مخه د دواړو خواوو د مشرانو په خبرو کې په پاکستان کې د بندي افغانانو پر موضوع هم بحث شوی چې پاکستان په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.