د خیبر پښتونخوا د روغتیا اداره د اېډز ناروغانو شمېر زیاتېدو اندېښمن کړي

ډاکټران وايي، د جنسي اړیکو ترڅنګ له نورو لارو هم ایډز ناروغي خورېږي: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي، په دې صوبه کې په ایچ ای وي اېډز د اخته ناروغانو شمېر تر شپږو زرو اوښتی دی.

د یادې ادارې مشر ډاکټر شوکت علي د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

ده وویل، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې تر عملیاتو وړاندې ټیسټونه لازمي ګرځولي دي: "په دې کې د پټو ناروغانو شمېر ډېر زیات دی، نو له دې سره به موږ ته د هغوی کره شمېره معلومه شي، علاج به یې اسان شي او نور خلک به هم ترې نه متاثره کېږي."

دا له هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د جولای پر ۱۸مه د صوبې ټولو روغتونونو ته امر وکړ چې تر هر ډول عملیاتو یا اپرېشننو وړاندې به د هر ناروغ د ایډز او تور ژېړي ټسټونه خامخا کوي.