پښتونخوا ملي عوامي ګوند په سیند کې د یو پښتون د وژنې ضد احتجاج وکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جولای پر ۲۱مه په کراچۍ کې مظاهره وکړه او د سیند صوبې په خیرپور کې د پولیسو په حراست کې د باجوړ د استوګن سلطان محمد د مبینه وژنې د پلټنو غوښتنه یې وکړه. مظاهره کوونکیو ویل چې سلطان هلته مزدوري کوله چې پولیسو نیولی او په وهلو یې وژلی. بلخوا د سیند پولیس وایي د پېښې پلټنې کوي.