د ایران بهرنیو چارو وزارت د قران سوځولو پېښې پر سر د ډنمارک سفیر ته احتجاج کړی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وداني - پخوانی انځور.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په تهران کې یې د ډنمارک سفیر ورغوښتی دی او "کوپنهاګن کې یې د قران د سپکاوي" پر سر ورته احتجاج کړی دی.

دا خبره وزارت د جولای پر ۲۲مه پر ټوېټر په بیان کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې په کوپنهاګن کې د عراق له سفارت سره نېږدې پر یوه څلورلاره یو کس یو کتاب ته اورواچاوه چې ظاهراً قران وو.

په سویډن، ډنمارک او ناروې کې د قران سوځولو اجازه شته ده ځکه چې په هغو هېوادونو کې قانون د بیان د ازادۍ د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جولای پر ۲۲مه وویل چې د قران کریم سوځوونکي د "تر ټولو سختې سزا" مستحق دي.

په ډنمارک کې تازه پېښه تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته شوې چې د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په ډېریو اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.

د جولای پر ۲۰مه د مظاهرو په مهال سلګونه مظاهرچیان د عراق په پلازمېنه بغداد کې د سویډن په سفارت ورغلل او ودانۍ ته یې اور واچاوه. پر هم هغه ورځ حکومت سویډنی سفیر هم له هېواده ایستلی وو.

امریکا پر سفارت د مظاهرچیانو د برید سخته غندنه وکړه او له بغداده یې د ډېپلوماټیکو ودانیو د خوندي کولو په برخه کې د خپلو ذمه واریو پوره کولو غوښتنه وکړه.