پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېیرې (ناظم الامورې) رافایلا یودیچه سره کتلي او د نجونو پر تعلیم او ځینو نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي.
د جولای پر ۲۳مه د کرزي پر رسمي ټوېټر په بیان کې راغلي چې پخواني ولسمشر د افغان نجونو د تعلیم مسله مهمه وبلله او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د پوهنې د ودې لپاره جدي او هر اړخیزې مرستې وکړي.
د #افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په #افغانستان کې د #اروپایې_ټولنې @EUinAfghanistan له شارژدافیرې میرمن رافئلا یودیچه @EUDepAmbAFG سره وکتل. په دغه کتنه کې د دې ترڅنگ چې پخواني جمهور رئيس له #افغانستان سره د #اروپایي_ټولنې له مرستو مننه وکړه او د یادې ټولنې د همکاریو د… pic.twitter.com/hZs3JPG7ZD
— Hamid Karzai (@KarzaiH) July 23, 2023
هغه داراز، له افغانانو سره د اروپایي ټولنې مرستې وستایلې او ورڅخه یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د واک له ترلاسه کولو راهیسې پر ښځو یولړ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. تر دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.
د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار لپاره پر تګلارو جوړولو کار کوي.