بلېنکن: روسیه په اوکراین کې د اهدافو ترلاسه کولو کې ناکامه شوې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي، روسیه "ډېر وخت مخکې" په هغه څه ترلاسه کولو کې "ناکامه شوې" چې غوښتل یې د اوکراین په جګړه کې یې ترلاسه کړي.

نوموړي ویلي چې کییف د روسیې پر وړاندې په خپلو روانو ځوابي حملو کې د پام وړ هغه سیمې بیا نیولې دي چې مسکو پر اوکراین تر حملې وروسته د جګړې د پیل په ورځو کې نیولې وي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، په راتلونکو میاشتو کې د "ډېرې سختې جګړې" خبرداری هم ورکړ.

اینتني بلېنکن د جولای پر ۲۳مه له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په ځانګړې مرکه کې وویل، "د نړۍ له نقشې د اوکراین لیرې کول، د هغه هېواد حاکمیت او خپلواکي ختمول او له روسیې سره یې د شاملولو هدف خورا پخوا له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی." نوموړي وویل، د "روسانو برعکس، اوکراینیان د خپلې خاورې، د خپلې راتلونکې، د خپل هېواد او د خپلې ازادۍ لپاره جنګېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر البته خبرداری ورکړ چې د اوکراین جګړه چې اوس له څه د پاسه ۵۰۰ ورځو راهیسې روانه ده، ښايي لږترلږه "تر یو شمېر میاشتو" پورې دوام ومومي. سي اېن اېن د بلېنکن دا مرکه پر داسې مهال خپره کړې ده چې روسیې له تېرې اوونۍ راهیسې د اوکراین پر اودېسا او نورو جنوبي برخو پرله پسې بریدونه کړي دي.

کییف تور پورې کوي چې د روسیې ځواکونه یې د غلو ګودامونه او بهر ته د خوراکي موادو د لېږد بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه کوي. خو د روسیې د دفاع وزارت تېره اوونۍ دعوه کړې ده چې پر هغو ځایونو ځوابي بریدونه کوي چې پکې اوکراین هغه ډول سمندري بې پیلوټه الوتکې جوړولې چې د مسکو په وینا، په وروستیو کې یې له روسیې سره د تړلې کرېمیا سیمې د یو پله د زیانمنولو لپاره کارولې وه.