د پاکستان او امريکا پوځي مشرانو په امنيتي مسايلو خبرې کړې دي

جنرال عاصم منير او جنرال اېریک کورېلا

د پاکستان او امریکا د پوځ مشرانو په راولپنډۍ کې لیده کاته کړي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جولای پر ۲۴مه، په یو خبرپانه کې وويل چې د امریکايي پوځ مشر جنرال مایکل اېریک کورېلا له خپل پاکستاني سیال جنرال سید عاصم منیر سره پر شریکو ګټو، سیمه ییز امنیتي حالت او دفاعي همکارۍ بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو مشرانو دا خواهش تکرار کړی چې په ټولو برخو کې به دوه اړخیزې اړیکې لا زیاتوي.