ملګرو ملتونو پر روسیه غږ کړی چې له اوکراینه د غنمو ليږدولو تړون عملي کړي

انتونیو ګوتریش د جولايي پر ۲۴مه د اټالیې په روم کې هغې درې ورځنۍ سرمشریزې ته وینا کړې کړې چې په نړۍ کې د خوارکي توکو د انتقال پر نظام بحث کوي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتيریش پر روسیه غږ کړی چې له اوکراین څخه د غنمو ليږدولو پر هغه تړون بیا عمل پیل کړي چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب شوی وو.

انتونیو ګوتیریش دا څرګندونې د جولای پر ۲۴مه د ایټالیې په روم کې هغې درې ورځنۍ سرمشریزې ته په وینا کې کړې دي چې په نړۍ کې د خوارکي توکو د ليږدول پر سیسټم بحث کوي. نوموړي ویلي: "زه پر روسیه غږ کوم چې د تور سمندر له لارې د غنمو وړلو تړون عملي کولو ته ستنه شي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې په نړۍ کې وار له مخه د غنمو او جوارو د قېمتونو لوړېدل پیل شوي دي کوم چې به د ده په وینا، غریب هېوادونه تر ټولو زیات اغيزمن کړي.

ګوتيریش دا غوښتنه له هغه څو ساعته وروسته کړې چې د رپورټونو له مخې، روسیې د ډرون په مټ د دانیوب دریاب پر تجارتي لار برید کړی دی.