امریکا له اوکراین سره اضافي پوځي مرستې اعلان کړې

په مرستو کې میزایل، د الوتکو ضد سټینګر، راکټونه او نورې وسلې شاملې دي ـ پخوانی انځور.

امریکا د اوکراین لپاره د روسیې د توغندیو په وړاندې د دفاع او د اوکراينيو سيمو د بيرته نیولو لپاره د ۴۰۰ میلیونو ډالرو اضافي امنیتي مرستې اعلان کړې.

په دې کې د پیټریاټ هوايي دفاعي سیسټمونو لپاره وسلې، له ځمکې هوا ته توغول کېدونکي ميزايل سیسټمونه، د الوتکو ضد سټينګر سیسټمونه، راکټونو او نور توغندي شامل دي.

د امريکا دفاع وزارت (پينټاګان) د جولای پر ۲۵مه په یوه بیان کې وویل چې دا مرستې یې د ۲۰۲۱ز کال له اګست راهیسې د اوکراين لپاره د پوځي تجهيزاتو ۴۳مه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي چې واشنګټن، متحدین او شریکان به یې له اوکراین سره متحد ودریږي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فیرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړی وو چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره شوي دي.