د چين حکومت د بهرنيو چارو وزير له دندې لیرې کړی

د چین د بهرنیو چارو پخوانی وزیر چېن ګانګ ـ پخوانی انځور.

د چين حکومت د بهرنيو چارو وزير چېن ګانګ له دندې لیرې کړی او د هغه پر ځای یې وانګ یي مقرر کړی دی.

د جولای پر ۲۵مه په خپره شوې خبرپاڼه کې حکومت نه دي ويلي چې چېن ولې له دندې ګوښه شوی خو دا اعلان تر هغه وروسته شوی چې نوموړی له نېږدې يوې مياشتې راهیسې څنډې ته کړل شوی وو.

وانګ یي تر چین مخکې هم د چین بهرنيو چارو وزیر وو.

د چين بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ډېر څه نه دي ويلي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له مخې، په چين کې د حکومت د سختو بندیزونو له امله ډېر معلومات نه نړۍ ته نه رسي او نه هم څوک پر ډېرو مسايلو خبرې کولی شي.