په هېلمند کې سېلابونو ۳ ماشومان وژلي دي

په میدان وردګو کې ځايي خلک په سېلابونو کې د وژل شویو ماشومانو مړي ښخولو ته وړي ـ د جولای ۲۳مې انځور.

د افغانستان په هېلمند کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې په هغه ولایت کې په وروستیو سېلابونو کې درې ماشومان وژل شوي دي.

په هېلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض د جولای پر ۲۸مه رسنیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هغه ولایت د باغران ولسوالۍ په دلېجک کلي کې درې ماشومان اوبو وړي دي.

نوموړی وايي سېلابونو د خلکو ۲۰ څاروي هم وژلي او کرنیزو ځمکو ته یې هم نقصان رسولی دی.

په وروستیو کې په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو په یوشمېر ولایتونو کې د مرګژوبلې ترڅنګ خلکو ته لوی مالي تاوانونه اړولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت چارواکي وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شويو کساو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی. روانه میاشت د افغانستان په میدان وردګو کې سېلابونو یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واړوله او د هغه ولایت یوشمېر ولسوالۍ یې وځپلې.